لوګر کې د ولسي جرګې د يوه نوماند شاپور حسن زي پلويانو لاريون کړی او د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون یې په درغلۍ تورن کړی دی. لاريون کوونکي وایي چې د ټاکنو کمېسيون د دوى قانوني رايې باطلې کړې نو ځکه يې لاريون کړی دی. دوی زیاتوي، قانوني رايې يې باطلې کړې خو د نورو جعلي او باطلې رايې بيا حسابوي. د دوی په وينا، د ټاکنو کمېسيون د رايې شمېرنې په پروسه کې درغلي کوي او نور دوى ته اعتبار نه لري. په ورته وخت کې په خپله حسن زی ګواښ کوي چې که چېرې د ټاکنو کمېسيون حق، حقدار ته ونه سپاري نو دروازه به يې وتړي. په ورته وخت کې، د لوګر د ټاکنو کمېسيون چارواکو د يادو څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه کړې. خو څه موده وړاندې د ياد کمېسيون مشر عبدالرحمن محب ويلي وو چې ځيني کارکوونکي يې په فساد کې اخته دي او د ځينو مشخصو کانديدانو لپاره کار کوي.




































