د افغانستان د متشبثینو بورډ وایي چې په کندهار کې د پنبې شاوخوا ۴۰ فابریکې تړل شوې دي. د یاد بورډ رییس حاجي اغا وویل چې دغه فابریکې له یوې میاشتې راهیسې تړل شوې چې لامل یې له پاکستانه د پروسس شوې پنبې نه واردول ښودل شوي چې هره ورځ سوداګرو ته له پنځه تر څلور زره افغانیو زیان اوړي. هغه زیاته کړه چې د فابریکو د تړلو له امله شاوخوا یو لک کسان بې کاره شوي هم دي. د نوموړي په خبره، که څه هم دغه موضوع یې له حکومتي بنسټونو سره شریکه کړې خو تر اوسه ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسي په افغاني پنبې بار لسګونه موټر د پاکستان د تازه وضع شویو شرایطو له امله په سپین لوبدک کې درول شوي دي.