د مالیې وزارت او اسیا پراختیایي بانک تر منځ د برېښنا د واحدې ملي شبکې هوکړه لیک لاسلیک شوی چې له دې سره به د ټولو ولایتونو د متوازن اقتصادي انکشاف بستر برابر شي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې چې د ارګ په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شول، ولسمشر غني، دویم مرستیال سرور دانش او د کابینې یوشمېر غړو هم ګډون درلود، دغه هوکړه لیک د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي او د اسیا پراختیایي بانک رییس ساموئل تومیوا لاسلیک کړی دی. سرچینه کاږي، د یاد هوکړه لیک پر بنسټ پنځه ولایتونه دایکنډي، ارزګان، غور، نورستان او نیمروز د برېښنا واحدې ملي شبکې سره وصلېږي. د سرچینې په وینا د بودجې ژمنه اوسمهال ۲۴۰ میلیون ډالره ده چې د پروژو له پراختیا سره به زیاته شي.



































