د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وایي چې افغانستان لا هم د پښتون پولیس افسر طاهر داوړ په اړه معلومات نه دي ورسره شریک کړي. طاهر داوړ څه موده وړاندې د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد نه د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شو چې څلور ورځې وروسته یې مړی په افغانستان کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه وموندل شو. پاکستان ادعا کړې وه چې نوموړی په افغانستان کې وژل شوی او باید افغان حکومت یې په اړه معلومات ورکړي، خو د نوموړي د جنازې د سپارلو په مراسمو کې د کرښې داوړو غاړو ته پرتو پښتنو وویل چې داوړ پاکستان وژلی او مړی یې له دې امله د کرښې دې خوا ته اچولی چې د کرښې دواړو غاړو ته پرتو پښتنو تر منځ واټن رامنځته کړي. افغان چارواکو ویلي و، چې د نوموړي له جسد سره یې یو لیک هم موندلی چې په پاکستاني رسم الخط لیکل شوی او لیکلي یې دي چې طاهر د داعش د خراسان څانګې وژلی دی. د یادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د نوموړي د وژنې پړه پر پاکستان اچولې او ویلي یې دي چې د نوموړي د وژنې په اړه څېړنې باید نړیوال بنسټونه وکړي.




































