ولسمشر غني وایي حکومتي او دولتي ادارې له داخلي تولیداتو ګټه اخیستنې ته ژمنې دي. نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ کې د صنعتکارانو او کسبګرو له ملي ټولنې سره په لیدنه کې کړې دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخي ولسمشر په دې لیدنه کې د کسبګرو د ملي اتحادیې د مشرتابه او غړو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. د سرچینې په وینا غني کسبګرو ته په خطاب کې ویلي، تاسې هغه مهم قشر یاست چې د افغانستان خلکو ته د کار او ډوډۍ اسانتیاوې برابروئ. ولسمشر څرګنده کړه، د تخنیک پوهنتون ایجاد او د بیمې اجباري کېدو سره موافق دی او د دې لپاره دې واضح طرحې ترتیب شي. د سرچینې په وینا ولسمشر له کسبګرو وغوښتل چې د ښارونو د نظم او چارو د ښه والي لپاره له ښاروالیو سره ګډه کاري کمېټه ایجاد کړي.