له فساد سره د مبارزې بنسټونه وایي چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ژنیو ناستې ته هیڅ لاسته راوړنه نه لري. ټاکل شوې د ژنیو غونډې په دویمه ورځ شپږ هېوادونه د بندو دروازو تر شا د افغان سولې په اړه هم خبرې اترې وکړي. د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وایي چې که څه هم حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي وحدت حکومت له پیله شعارونه ورکوي خو دوی د عمل په ډګر کې د ژنیو ناستې ته داسې څه نه لري چې یادونه یې وکړي. یاد بنسټ ادعا کوي، نه یواځې دا چې حکومت په دې برخه کې لاسته رواړنه نه لري بلکې د غیر قانوني کېندنو د مخنیوي په برخه کې هم پړ دی. ژنیو ناسته چې تاکل شوې پنځه ورځې وروسته په بروکسل کې جوړه شي د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. په یاده ناسته کې به پر دوه اړخیزو ژمنو رڼا اچول کېږي چې د څېړونکو په باور ښایي افغان حکومت دا ځل ډېرې ژمنې هم تر لاسه نه کړي.