پخواني ولسمشر یو ځل بیا پر افغان او بهرنیو ځواکونو غږ کړی، چې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه ودروي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي. دده په وینا دغه ډول بریدونه بشري جنایت دی او ګډو ځواکونو ته په کار ده، چې د ورته پېښو مخنیوی وکړي. نوموړي دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي او پر بهرنیو ځواکونو یې یو ځل بیا غږ کړی چې له ورته بشر ضد کړنو لاس په سر شي. د حامد کرزي په خبره په جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول د ولس او حکومت ترمنځ بې باوري رامنځ ته کوي او په هېواد کې د ثبات د راتګ مخه نیسي.



































