په خوست کې یوه ځانمرګی برید د ملي اردو دوولس سرتېري وژلي دي. د خوست ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې د ملي اردو د پلې لوا په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه دوولس کسه وژل شوي او دیرش نور ټپیان دي. د خوست والي حکم خان حبیبي ویلي، يوه ځانمرګي بریدګر نن د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې د ملي اردو دولس منسوبین وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا ویاند تورن عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې پېښه تائید کړې وه او ویلي یې وو، چې د جمعې لمانځه پر مهال د دغې لوا په جومات کې چاودنه شوې ده. هغه بیا ددې پېښې د وژل شوو شمېر لس او د ټپیانو شل کسه یاد کړی و.




































