د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې ټاکنو د پنځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. که څه هم ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې دوه اونۍ مخکې اعلان شوې وای، خو د ځینو سیمو د رایو د بیا شمیرنې له امله دا کار ځنډیدلی و. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد تېر ماښام په یوه خبري کنفرانس کې د پنځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. هغه وویل، چې له دایکندي څخه سیدا داوود ناصري، ریحانه ازاد، علي اکبر جمشیدي او شیرین محسني ، له فراه ولایت څخه عبدالستار حسیني، عبدالنصیر فراهي، عبدالجلیل بختاور او بلقیس روشن ، له اروزګان ولایت څخه بسم الله محمدي، قدرت رحیمي، او انوشه بارکزۍ ، له جوزجان څخه باتور دوستم، بکتاش ایشچي، محمد کریم جوزجاني، عزیز الله الفتي او حلیمه صدف بریالي شوی دی. دغه راز صیاد زیاته کړه، چې له بامیان ولایت څخه رحیم الله علي یار، زهیر الدین جان اغا، فکور بهشتي او او نیک محمد فیضی بریالي شوي دي. کمیسیون پخوا اعلان کړی و، چې د کابل ولایت لومړنۍ پایلې به د لیندۍ په ۱۰مه اعلانوي.



































