د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لوړپوړی چارواکی وایي افغانستان د تیرو کلونو په پرتله اوس د سولې لپاره ښه چانس لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر توبي لانزر وویل چې د نړیوالې سولې په هڅو کې په زیاتې همغږۍ او د سولې په خبرو کې د ټولو اړخونو ګډون ته لیوالتیا ددې سبب شوې چې دغه هیلې زیاتې شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي توبي لانزر په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې نوي فرصتونو رامنځ ته شوي او د سولې لپاره ډیره هیله شته. لانزر وویل دا ښایي ضد او نقیض ښکاره شي خو نن هلته ښه فرصتونه شته چې کلونه کلونه دا ډول هیلې د افغانستان لپاره نه وې چې دننه خپلمنځي او ګاونډیانو سره سوله وکړي. هغه پدې هکله زیات جزییات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې په راتلونکو ورځو، اونیو او میاشتو کې به بحثونه جاري وي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره په ډیرو قوي مذاکراتو بوخت دی.




































