د جرمني رسمي شمیرې ښیي چې له ٢٠١٣ کال راهیسې په تیرو پنځو کلونو کې په دې هیواد کې څه دپاسه ١،٨ میلیون کسانو پناه غوښتې ده. د جرمني حکومت ویلي چې په دې ډله کې دویمه درجه ډېر پناه غوښوتونکي د افغانستان اوسېدونکي دي چې له ۲۰۱۳ کال نه راپدېخوا شاوخوا ۲ لکه او دېرش زره کسانو د پناه غوښتنلیکونه ورته استولي دي. په جرمني کې د پناه غوښتونکو دغه شمیرې چې لومړی د جمعې په ورځ ددې هیواد د بیلډ ورځپاڼې خپرې کړي، د ٢٠١٣ نه تر ٢٠١٥ پورې د مهاجرو د شمیر زیاتوالی ښیي. په ٢٠١٣ کې په جرمني کې ١٢٣٥٨١ کسانو او په ٢٠١٥ کې ٧٢٣٩٣٨ کسانو د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي وو. خو په روان کال کې تر دې دمه دغه شمیرې شاوخوا یوو لک او ٢٣ زرو ته راټیټې شوي دي. په اروپا کې د کډوالو د کړکېچ پر وخت (۲۰۱۵ او ۲۰۱۶) کلونو کې څه دپاسه یو نیم میلیون مهاجر چې ډیری یې د افغانستان، سوریې او عراق اوسیدونکي وو جرمني ته لاړل، خو د تازه شمیرو له مخې دغه هیواد ته د کډوالو د ورتګ کچه راټیټه شوې ده.