د جبل السراج اوسيدونکو د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون لاريون کړی دی. دوی ادعا کوي چې وړمه شپه بهرنیو ځواکونو د پروان ولايت په مرکز جبل السراج کې پر یو کور هوایي برید کړی دی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې هوایي بریدونو ډېر شوي چې له امله یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه یو ځل بیا لوړه شوې ده.




































