د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، تر راتلونکې اوونۍ پورې به د ولسمشرۍ ټاکنو مهالوېش اعلان کړي. د ټاکنو کمېسيون مشر ګلاجان عبد البدیع صیاد تېر ماښام په یوې خبري غونډه کې د ولسي جرګې لپاره د پنځو ولایتونو د ټاکنو د پایلو د اعلانولو پر مهال وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش پر جوړولو یې کارکوونکي زیات بوخت وو، نو وروسته له هغې چې له اړوندو ارګانونو سره د بودجې، تخنیکي او عملیاتي مسئلو په اړه سلامشورې وشي، راتلونکې اوونۍ به هغه مهالوېش هم له خلکو سره شریک کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اوسني اعلان له مخې، ټاکل شوې، ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال د حمل میاشتې په ۳۱ مه نېټه تر سره شي.



































