د ولسي جرګې غړي وایي، حکومت دې د افغانانو پر کورونو او جوماتونو د هوایي بریدونو مخنیوی وکړي. دوی د یادې جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل د افغانانو پر کورونو هوایي بریدونه په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او حکومت باید نور د دې بریدونو د مخنیوي لپاره عاجل او ګړندي ګامونه پورته کړي. وکیلانو دغه راز په کابل کې د علماوو پر غونډه د برید د غندنې تر څنګ ویلي دا بریدونه د اسلام او هېواد د دښمنانو کار دی او د سولې هڅو د ټکني کولو په موخه کېږي. دوی د سولې لپاره اساسي او لومړنی شرط اوربند ښودلی او زیاته کړې یې ده چې د سولې هڅو ته خوشبین دي خو په خبره یې څو پورې چې اوربند ونه شي دا هڅې یو اړخیزې او ګونګې ښکاري. وکیلانو په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې وویل چې که حکومت د وسله والو د ځپلو لپاره بېړني او جدي اقدامات ونه کړي ښایي وضعیت لا ترینګلی او بیا یې په مهارولو بریالی نه شي.



































