په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د شنبې په ورځ ویلي چې د امریکا د پوځ یو غړی په دغه هېواد کې وژل شوی دی. اعلامیې دا نه ده په ډاګه کړې چې دا عسکر کله او چېري وژل شوی دی. اعلامیه کاږي، د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې تر څو چې د وژل شوي منسوب کورنۍ ته معلومات نه وي ورکړل شوي تر راتلونکو ۲۴ساعتونو به یې په اړه معلومات خپاره نه شي. د دې عسکر په وژل کېدو سره په روان کال کې د بهرنیو عسکرو ټول شمېر ۸ تنو ته رسېدلی دی.




































