د افغانستان د متشبثینو بورډ مشر حاجي اغا وایي چې پاکستان نن په تورخم کې د افغانستان پر مالوچو بار موټرو ته د ورتک اجازه ورکړې ده. هغه وویل چې دغه ستونزه د دواړو هېوادونو تر منځ له ډېرو خبرو اترو وروسته هواره شوې. نوموړي وویل، دغه ۱۵۰ موټر له تېرو ۳۵ ورځو راپدېخوا ولاړ وو چې له امله یې ۴۰ فابریکې او تر درې زرو پورې کسان بېکاره شوي وو.