ملي دفاع وزارت وایي، د ملي اردو یوه چورلکه نن د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د ناستې پر مهال له تخنیکي ستونزو سره مخ شوې چې له امله یې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د دفاع وزارت چارواکي وایي چې د پېښې پلټنه روانه ده او په دې اړه به بشپړ معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.




































