د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه د پنځو نورو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان شي. دغه کمېسیون وایي، د پنځو ولایتونو کارونه پای ته رسېدلي او د کمېسیون د رهبرۍ له پرېکړې وروسته ممکن د نن ورځې تر پایه اعلان شي. د یاد کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وایي چې د روڼتیا او عدالت د ټینګښت لپاره دوی له سرعته ځنډ ته ترجېح ورکوي. د ټاکنو کمېسیون دغه راز وایي چې تر اوسه پورې درې میلیونه او ۵۶ زره د بایومېټریک دستګاوو اطلاعات د کمېسیون اطلاعاتي بانک ته داخل شوي او هڅه کېږي چې دغه بهیر پای ته ورسوي او د یوشمېر نورو ولایتونو د رایو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي. یاد کمېسیون ویلي وو چې د لېندۍ میاشتې په دویمه به د لسو ولایتونو د رایو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او دا دوی ته سره کرښه ده او بدلون پکې نه راځي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون پرون د پنځو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.



































