شکر نن سبا د نړۍ تر ټولو چټکه خورېدونکې ناروغي ده. تازه راپورونه وايي چې اوسمهال په نړۍ کې تر ۴۵۰ میلیونه زیات کسان پر دې ناروغۍ اخته دي. د شکر ناروغان یوازې پر دې ناروغۍ نه، بلکې ورسره د پښتورګو، زړه او د چاغوالي ستونزو سره هم مخ کېږي. د همدې لامله ډاکټران ناروغ ته د زیاتې پاملرنې او ډول ډول تازه مېوو د نه خوړلو توصیه کوي. دلته هغه مېوې درپېژنو چې د شکر ناروغ یې په خوړلو له کومو ستونزو سره نه مخ کېږي.
امروت:
امروت کې زیاته کچه فایبر موندل کېږي او دا په وینه کې شکر زیاتوالي ته نه پرېږدي. امروت د هاضمې سیسټم ښه کولو سربېره یو شمېر نورې روغتیایي ګټې هم لري.
شفتالو:
شفتالو په سلاد کې هم استعمالېږي، د شکر ناروغ کولای شي شفتالو بې له کومې ستونزې یا د شکر زیاتوالي له فکر کولو پرته وخوري.
کیوي:
کیوي په مېوو کې ځانګړی خوند لري، په دې کې ویټامن اې او سي دواړه شته. کیوي په وینه کې د شکر کچه نه لوړوي.
مڼه:
هره ورځ سهار په نهره یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتلو څخه ژغوري، پر شکر ناروغۍ اخته کسان کولای شي مڼه وخوري، په دې کې فایبر موجود دی او همدا ډول د هاضمې سیسټم غوره کولو کې هم مرسته کوي.
مالټه:
مالټه د شکر ناروغ لپاره غوره مېوه ښودل شوې ده، په دې کې فایبر، ویټامين سي او پوټاشیم په زیاته کچه موندل کېږي چې د شکر ناروغ لپاره ښه دي.