ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر وخت اوس هيله مندي زياته شوې ده.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا يوناما مرستيال او د بشري مرستو مشر ټوباى لانزر په جنيوا کې خبريالانو ته کړې دي.
هغه زياته کړې چې تر اوږدو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د سولې لپاره چانس په لاس ورغلى دی.
نوموړي هيله څرګنده کړې چې د افغان سولې لپاره ټولې نړيوالې هڅې سره همغږې شي او اړونده خواوې يوې پرېکړې ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو دغه استازي په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هلې ځلې پيل کړې او تر اوسه يې دوه ځلې له طالب استازو او د افغان حکومت له مشرانو سره ليدلي دي.
د افغانستان حکومت هم د سولې د خبرو اترو لپاره ١١ کسيز ټيم د ولسمشر د دفتر د رييس سلام رحيمي په مشرۍ ټاکلى دى.
ټوباى لانزر ويلي، که څه هم ځينې ضد او نقيض خبرې هم شوې دي، خو په ټوليزه توګه د سولې لپاره چانسونه او هيلې زياتې شوې دي.
هغه په دې برخه کې د نورو جزيات له ورکولو ډډه کړې، خو په ډاګه کړې یې ده چې په راتلونکو اونيو کې به په دې اړه نور پرمختګونه وشي.




































