د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ پر ۴۰۰ بزګرانو یې کیمیاوي سره وېشلې ده.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، دغه ۴۰ مېټریک ټنه کیمیاوي سره چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ بزګرانو ته ځانګړې شوې وه، د دې ولسوالۍ پر ۴۰۰ بزګرانو ووېشل شوه.
نوموړي وویل، دغه کیمیاوي سره په دې ولسوالۍ کې د بزګرانو د حاصلاتو د لوړولو او اقتصادي ودې په موخه وېشل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې کرنې وزارت تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر بزګرانو کيمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه وېشلي چې تر ډېره یې له دوی سره د حاصلاتو په لوړولو او اقتصادي وده کې مرسته کړې ده.




































