له دوه بعدي او درې بعدي کامرو وروسته اوس پنځه بعدي یا فایف ډي کامرې هم بازار ته را وتلې دي. په جرمني کې څېړونکو داسې کامره جوړه کړې چې پنځه بعدي عکسونه اخلي. له دې کامرو څخه به په امنیتي، طبي او نورو برخو کې کار اخیستل کېږي. دا کامره د جرمني د فردریک سیلر او فرانهوفر انسټېټیوت څېړونکو جوړه کړې ده. دوی وايي، دا کامره د نور یا رڼا د څپو د اوږدوالي په مرسته معلومات ثبتوي او هغسې کار کوي، لکه د انسان سترګه یې چې کولی شي. دا وسیله په هره ثانیه کې د ۱۷ فریم په سرعت د لوړ کیفیت عکسونه ثبتوي. دا کامره (hyperspectral 5D) سیسټم نومېږي. څېړونکو پر دې کامره د انسان د لاس پنځه بعدي عکسونه واخیستل او ښکاره یې کړه چې پر دې کامره د انسان د رګونو دقیق تصویرونه هم اخیستل کېدای شي. دوی وايي چې په راتلونکي کې به له دې کامرو څخه د بندو رګونو د معلومولو او نورو طبي چارو لپاره کار واخیستل شي.
ستاسو له ويب سايټ څخه غواړو چې په هر بخش کې خلکو ته خدمت وکړي.ځکه زموږ د افغانانو د سوادېس کچه معلومه ده.بايد په ګډه وطن ته خدمت وکړو.خصوسن ځوانان.