ملګرو ملتونو د سولې په اړه د طالبانو د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه دفتر مشرې دیبورا لاینز په دوحه کې د طالبانو له مذاکراتي ټیم سره کتلي دي او پر سوله او روان وضعیت یې خبرې ورسره کړې دي. لاینز ویلي چې د افغانستان مذاکرات د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمن دي، خو ددې اړتیا ده چې سوله او مذاکرات د جګړو د ختمولو لپاره تر بلې هرې لارې لومړیتوب ولري. د نوموړې په خبره افغانان سولې ته هیلې لري او دواړو لورو ته په کار ده چې رښتیني مذاکرات پیل کړي او روانو جګړو ته د پای ټکی کېږدي. د ملګرو ملتونو استازې ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او ښکېلې خواوې باید دا واقعیت ومني.



































