پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

په ښارونو کې جګړه؛ د چا پر ضد ده؟

اگست 1, 2021
in دریځ
0 0

له هغه وروسته چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډېرې ولسوالۍ ونیولې، جګړه د ډېرو ښارونو تر څنډو را ورسېده. په ځینو ولایتونو کې جګړه د ښارو په ناحیو کې روانه ده، کله طالبان په ښارونو کې پرمختګ وکړي او کله هم په شا شي.

په دغو جګړو کې د پراخو مالي زیانونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. پرون په هلمند کې پر یوه روغتون هوايي برید وشو، تر دې وړاندې هم د خلکو پر کورونو هوايي بریدونه شوي وو. د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ شوي، جوماتونه، ښوونځي او روغتونونه پر پټنځایونو بدل شوي. له بله اړخه دغو جګړو ښاریان له سختو ستونزو سره مخ کړي، په وېره او ډار کې دي، کاروبار په ټپه ولاړ دی، خلک له لوږې سره مخ دي او د خوراکي او نورو توکو بیې هم په کمساري ډول لوړې شوې دي. په ځینو ښارونو کې د اوړو، غوړیو، تېلو او نورو لومړنیو توکو کمښت دی. دا وېره ده چې په ښارونو کې به دا جګړه دوام وکړي او خلک به له لا زیاتو سختو ستونزو سره مخ کړي. په ښارونو کې جګړه ځکه درنه مرګ‌ژوبله لري چې نفوس پکې زیات دی او مالي زیانونه یې هم د کلیوالو سیمو په پرتله په ځلونو زیات دي.

په سیاسي جوړجاړي او خبرو اترو کې ستونزې د دې سبب شوې، چې په ښارونو کې جګړه لا پسې سخته شي. کندهار، هلمند، تخار او ځینې نور ولایتونه له سختو جګړو سره مخ دي. طالبان په ښار کې دننه جګړه او د پرمختګ هڅه کوي، حکومت هم په ښارونو کې دفاع کوي او آن هوایي بریدونه کوي. دا دې جګړې تر ټولو ناوړه ډول دی چې ښار په زور ونیول شي او یا په ښار کې د مخالفت د ماتولو او دفاع هڅه وشي. دا ناوړه جګړه ده، په واقعیت کې د خلکو پر ضد ده، ځکه چې ټوله مرګ‌ژوبله یې یوازې ملکي وګړو ته اوړي. همدا اوس ډېرو خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، ښوونځي تړلي دي، روغتونونه تر وېرې لاندې دي، خلک په خپلو کورونو کې په وېره کې دي، په کورونو کې سنګرونه جوړ شوي، له پاسه پرې هوايي بریدونه کېږي، کاروبار نشته، خلک له لوږې او فقر سره مخ دي او دا حالت ورځ تر بلې لا زیات ناوړه کچې ته ځي.

دواړه لوري له بده مرغه د هېڅ ډول مسوولیت احساس نه کوي، د دې پر ځای چې د خلکو په اړه فکر وکړي، د خپلې بریا او ناکامۍ په اړه فکر کوي. له دوی سره دا اندېښنه نشته چې خلکو ته څومره زیان اوړي، څومره خلک مري، څومره وېره خپرېږي او څومره ورانۍ کېږي، بلکې له دوی سره دا اندېښنه ده چې مات نه شي او په دې فکر کوي چې څنګه مخالف لوری ماتولی شي. له همدې امله په ښارونو کې جګړه زور اخلي او هېڅ لوری هم له دې حالته د وتلو لپاره کوم پلان او پروګرام نه لري.

دواړو لورو ته پکار ده چې د خلکو په اړه فکر وکړي، د هغوی ژوند او مال ته درناوی ولري، د جګړې پر ځای پر سیاسي حل تمرکز وکړي او په ښارونو کې دا روانه جګړه ودروي.

Share18Tweet12Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In