جمعه, اگست 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

    هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

    ای او ایم: نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

    هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

    ای او ایم: نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د زرنج او شبرغان ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي

اگست 8, 2021
in افغانستان
0 0

د وسله والو طالبانو له خوا د لسګونو ولسوالیو تر سقوط او پر لویو ښارونو تر ډله ییزې بریدونو وروسته، ولسمشر غني تېره اونۍ د ملي شورا ځانګړې ناسته راوبلله او په دغه ناسته کې یې وویل چې د نوي امنیتي پلان له مخې تر راتلونکو شپږ میاشتو پورې په هېواد کې د جګړۍ اوسنۍ بڼې ته بدلون ورکړي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د تازه پلان پر اساس به د حکومت تر کنټرول لاندې اوسنې ټولې سیمې ساتل کېږي او په له لاسه وتلو سیمو کې به هم ډېر ژر پوځي عملیات پیل شي.

د افغان حکومت له دغه امنیتي پلان سره سره، وسله والو طالبانو لاهم خپلو جګړو ته شدت ورکړی او یادې ډلې په تېرو دوو ورځو کې د زرنج او شبرغان ښارونه هم تر خپلې ولکې لاندې راوستل. له نیمروز څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت مرکز زرنج وړمه ورځ په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلی دی.

د دغه ولایت ځایي چارواکي او د ملي شورا غړي وايي چې وسله والو طالبانو له څو لورو پر دغه ښار بریدونه پیل کړل، خو په خبره یې امنیتي ځواکونه له کوم اوږده مقاومت پرته له دغه ښاره په شا شوي دي.

بلخوا ‎د نیمروز ولایت پولیس هم تاییدوي چې د دغه ولایت مرکز د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلی دی. د یاد ولایت امنیتي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه ولایت ته د اضافي سرتېرو نه ورسېدو له کبله دغه ولایت د طالبانو لاس ته لوېدلی او ډېری چارواکي او امنیتي سرتېري ایران ته اوښتي دي. طالبانو هم منلې، چې زرنج ښار د دوی د جنګیالیو لاس ته لوېدلې دی.

تر نیمروز وروسته شبرغان دویم لوی ښار دی چې په تېرو دوو ورځو کې د دغې ډلې له خوا سقوط کېږي. د جوزجان مرستیال والي عبدالقادر مالیه وايي چې ټول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغه ولایت له مرکز څخه وتلي او د شبرغان ښار په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې راغلی دی. مالیه زیاته کړه چې د مارشال عبدالرشید دوستم اړوند سیمه‌ییز پاڅونوال هم له ښار څخه وتلي او طالبان د دوستم ۵۰۰ ماڼۍ ته داخل شوي دي. د جوزجان د ولایتي شورا ريیس بابر ایشچي هم ویلي چې اوسمهال ټولې دولتي ادارې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

د جوزجان مرستیال والي او د ولایتي شورا ريیس همدارنګه ویلي چې د دغه ولایت هوايي ډګر هم د طالبانو له خوا نیول شوی دی. یادو چارواکو په دغه جګړه کې افغان سرتېرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي. په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی پر شبرغان ښار د طالبانو بریدونه تايید کړي، خو د دغه ښار د سقوط په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دفاع وزارت وړمه ورځ وویل چې د جوزجان ولایت د مرکز کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې دی او طالبان یې له شبرغان څخه ایستلي دي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو: «شبرغان له تروریستانو څخه پاک شو، امنیتي او دفاعي سرتېرو او سیمه ییزو پاڅونوالو طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده، د وژل شوو کسانو جسدونه په کوڅو او لارو کې پراته دي.»

بلخوا ارګ وايي چې جمهور ريیس محمد اشرف غني له مارشال عبدالرشید دوستم سره په لیدنه کې د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

وسله وال طالبان داسې مهال دغه ښارونه سقوط کوي چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو اونیو به ټول امریکايي او نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.

Tags: featured
Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

اگست 6, 2026

ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

اگست 6, 2026

هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

اگست 6, 2026

له چین څخه افغانستان ته د برېښنايي تجهیزاتو واردات پیلېږي

اگست 6, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In