د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه رسمي سفر د قطر پلازمینې دوحې ته تللی دی. د یادې شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله عبدالله به د افغان سولې په تړاو د ترویکا په غونډه کې ګډون کوي. ځینې رسنۍ بیا وایي چې عبدالله عبدالله روانه اونۍ دوحه کې د افغانستان په اړه په جوړېدونکو دوو بېلو غونډو کې ګډون کوي. د ترویکا د غونډو پیل له روسیې شوی دی او ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د چین، پاکستان، امریکا، روسیې او افغانستان استازي ګډون وکړي. دوی هڅه کوي چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي او دلته د روان ناورین د پای ته رسولو لپاره لاره چاره ولټوي. په وروستیو کې ځینو رسنیو ویلي چې د افغانستان ګاونډي هڅه کوي د افغان جګړې د ختمولو لپاره لارې چارې ولټوي.





























