جمعه, اگست 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

    هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

    ای او ایم: نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

    هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

    ای او ایم: نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

طالبانو د شپږو ولایتونو مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي

اگست 10, 2021
in افغانستان
0 0

په افغانستان کې د جګړو او د وسله والو طالبانو لاس ته د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو د لوېدو په دوام، تازه دغه ډله ادعا کوي چې سمنګان ولایت مرکز ایبک یې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې دی.

بلخوا د سمنګان مرستیال والي صفت الله سمنګاني هم تاییدوي چې د دغه ولایت مرکز ایبک ښار د طالبانو لاس ته لوېدلی دی. نوموړی وايي، طالبان وروسته له هغه ایبک ښار ته ننوتل، چې د ولسي پاڅونوالو مهم قوماندان سناتور محمداصف له خپلو شاوخوا ۲۵۰ کسانو سره طالبانو ته تسلیم شو. د سمنګاني په خبره، حکومتي ځواکونو له طالبانو سره سختې جګړې وکړې، خو وروسته یې د قومي مخورو د غوښتنې او د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوي په موخه له جګړې لاس واخیست او دغه مرکز د طالبانو لاس ته ولوېد.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ويلي چې له شبرغان، تالقان، کندوز، سرپل او زرنج ښارونو وروسته، ایبک د هېواد شپږم ښار دی چې په روانه اونۍ کې یې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

افغان چارواکي بیا که څه هم په پرله پسې توګه د ولایتونو پر سقوط چوپ دي، خو ولسمشر غني تېره ورځ د هېواد د سیاسي او جهادي مشرانو او ملي شورا له ريیسانو سره د هېواد د روان امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې د افغان ځواکونو او جمهوریت د بقا او تداوم د ملاتړ ترڅنګ د ولسي پاڅونوالو د پیاوړتیا او تجهیز په اړه پرېکړه شوې ده. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي: «په دغه کتنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د جمهوریت د بقا او تداوم د ملاتړ ترڅنګ د دښمن د هجوم پر وړاندې د ولسي پاڅونونو د چټک انسجام، پیاوړتیا او تجهیز پرېکړه وشوه.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي، حاجي محمد محقق، محمد یونس قانوني، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار ترڅنګ یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

د یادو شپږو ښارونو له سقوط سره جوخت، د کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونه هم په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د پراخو بریدونو شاهد وو، خو کورنیو چارو وزارت وايي چې د یادو ښارونو د نیولو په اړه یې د طالبانو پلان شنډ کړی دی.

د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو له بریدونو سره هممهاله ولسمشر غني تېره اونۍ د هېواد د روان امنیتي وضعیت په اړه د ملي شورا ځانګړې غونډې راوبلله. نوموړي په دغه غونډه کې وویل، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې وسله وال طالبان پر تلپاتې او عادلانه سولې هېڅ باور نه لري او له دغه ډلې څخه غواړي چې د واقعي مذاکراتو او جګړې څخه یو انتخاب کړي.

‎غني وویل، چې افغانستان اوسمهال د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له بې ساري یرغل سره مخ دی، خو ډاډ یې ورکړ چې د هېڅ ورانکارې ډلې پر وړاندې به تسلیم نه شي.

Tags: featured
Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

اگست 6, 2026

ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

اگست 6, 2026

هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

اگست 6, 2026

له چین څخه افغانستان ته د برېښنايي تجهیزاتو واردات پیلېږي

اگست 6, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In