پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د پاشل شوي افغان امنیتي ځواکونو د بېرته رغولو او راغوښتلو شونتیا شتون لري. سلام ضعیف وايي، د يو هېواد لپاره د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شتون اړين دى او طالبان ورسره ستونزه نه لري. هغه وویل د پاشل شوي افغان ځواک ټول معلومات شته او دا د يو مملکت لپاره ضروري ده چې امنیتي ځواکونه ولري. د ده په خبره طالبانو چې ملکي مامورين خپلو دندو ته راوبلل نو د نظامي ځواکونو بېرته رغولو سره ستونزه نه لري. سلام ضعیف دغه راز وايي، چې د پنجشير د ستونزې د سوله ييز حل لپاره هڅې روانې دي.





























