په افغانستان کې د امریکا پرله پسې تېروتنې ددې سبب شوې چې طالبان دلته پياوړي شي. ژورنالېست احمد رشید چې د افغانستان د مسایلو په اړه یې څو کتابونه هم لیکلي له یوې روسي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا په څو پر له پسې تېروتنو په افغانستان کې روان بحران رامنځ ته کړی دی او طالبان له همدې امله پیاوړي شوي دي. دده په خبره د افغانستان په برخه کې د امریکا چلند د حیرانتیا وړ دی، ځکه د افغانستان له جګړې سره هممهاله یې په عراق کې جګړه پیل کړه او خپل سرتېري یې له افغانستان عراق ته ولېږل چې وروسته بیا د اوباما د واکمنۍ پر مهال بیا په افغانستان کې د امریکا ځواکونه ډېر شول. دده په وینا ناسم مدیریت ددې سبب شو، چې ددغه ځواکونو راتګ بې ګټې شي او دوی و نه کړی شول چې پخپلو زرګونو سرتېرو څو محدود طالبان مات کړي. رشید زیاته کړې چې که وضعیت همداسې روان وي او امریکا د افغانستان د مسایلو پر وړاندې همداسې له بې پروايۍ ډک چلند وکړي نو ښايي په ټوله سیمه کې وضعیت ترینګلی شي.



































