د شلو هېوادونو ډلې (G20) د خارجه وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د امريکا په جنوب د جورجیا ایالت په مرکز اتلانټا ښار کې د اوکراين بحران او د امريکا او ايران د شخړې تر سيورۍ لاندې پای ته ورسېده، خو ګډونوال يې د جيوپوليتيکي او اقتصادي امنيت په اړه يووالي ته نه دي رسېدلي.
ياده غونډه د امريکا خارجه وزير مارکو روبیو تر مشرۍ لاندې ترسره شوه او مختلفو خواوو پکې د جيوپوليتيکي ترينګلي حالت، انرژۍ او اکمالاتي ځنځير په شمول پر ځينو موضوعاتو ژور بحثونه کړي دي.
د امريکا خارجه وزير مارکو روبيو د دغې غونډې د پای په خبري ناسته کې له هرمز تنګي او تور سمندر د بيړيو پر ازاد تګ راتګ ټينګار کړی او ويلي يې دي، بېلا بېلې خواوې په دغو مسئلو کې مهمې اجماع ته رسيدلي، خو د ټولو لپاره د منلو وړ حللارې رامنځته کول لا هم ” زياتو کارونو“ ته اړتيا لري.































