د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې له تاجکستان څخه یې د واردېدونکې برېښنا موده یو کال نوره هم غځولې ده. د یادې ادارې په وینا، له یاد هېواد سره یې په تازه قرارداد کې د برېښنا موده د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه پورې غځولې ده. د دغه شرکت په خبره، د برېښنا شرکت اجرایوي رییس تاجکستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له برق تاجیک شرکت سره د ۲۰۲۲م کال تر پایه د برېښنا قرارداد لاسلیک کړی دی. د یادونې ده چې د ژمي په رارسېدو سره په هېواد کې د برېښنا پرچاوي یو ځل بیا ډېره شوې ده او هېوادوال شکایت کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه پوره اته ساعته هم برېښنا ته لاسرسی نه لري.



































