د کانونو او پترولیم وزارت وایي له چین غواړي چې ژر تر ژره د مس عینک د استخراج چاره پيل کړي. د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وایي چې په شفافه توګه د کانونو د استخراج چارې پیلېږي او په خبره یې په دې برخه کې به خورا شفافیت رامنځ ته شي.
هغه ویلي، له چین هم غواړي چې له پخواني حکومت سره د شوې هوکړې له مخې د افغانستان د مس عینک کان استخراج کړي او خپلې چارې ژر تر ژره پیل کړي.
د مس عینک کان د نړۍ په کچه د مسو له سترو کانونو ګڼل کېږي چې د استخراج هوکړه یې له چین سره لاسلیک شوې ده، خو تر دې دمه یې د استخراج چارې نه دي پیل شوې.



































