نړیوال بنسټونه د افغانستان له روغتیايي سکتور سره مرسته کوي. د افغانستان ا.ا وايي له نړیوالو بنسټونو په تېره له ملګرو ملتونو او سره صلیب نړیوالې ادارې سره په اړیکه کې دي څو له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.
ددغه وزارت د چارواکو په خبره تازه د سره صلیب نړیوالې کمېټې ژمنه کړې چې د افغانستان د اوولسو تخصصي روغتونونو د چلولو مسوولیت به اخلي. د سرچینې په خبره یاده کمېټه به د دغه روغتونونو د شاوخوا لس زره پرسونل معاشونه ورکوي او په نورو برخو کې به مرسته ورسره کوي.
عامې روغتیا وزارت همدا راز وايي چې د روغتیایي خدماتو د پراختیا او پیاوړتیا په تړاو له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کېږي لا ډېرې مرستې او همکارۍ جذب کړل شي.



































