د متحده ایالاتو ولسمشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناورټ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ټاکلې ده. ټرمپ دا علان پرون کنساس ښار ته تر روانېدو مخکې کړى دى. ۴۸ کلنه هدر به چې د ای بي سي او فاکس ټلویزیوني شبکو خبریاله پاتې شوه ده، په ملګرو ملتونو کې د نیکي هیلي ځای ناستې شي. هیلي تېره اکټوبر میاشت کې ویلي وو چې د روان ۲۰۱۸ کال تر پایه به خپله دنده پای ته ورسوي. هدر په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې په توګه وټاکل شوه او هم تېر کال د ډیپلوماسۍ او عامه چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه.