د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۴مه نېټه د نړيوال پرمختګ د فکري ارګانونو« نړيوال پرمختګ: ګډې دندې او د عمل ارزښت» فورم ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې چين د ټولو هېوادونو د خلکو پر ګډو ګټو ټينګار لري او هيله يې ښودلې، چې ټوله نړۍ ټولشموله چارې ترسره او د نوښت پر لور ګامونه واخلي او د انسانو او طبعيت ترمنځ همغږي پياوړې کړي.
شي جين پينګ زياته کړې، چې نړيوال دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا دې پلې او د ځواکمن، زرغون او سوله ييز نړيوال پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.
د نړيوال پرمختګ د فکري ارګانونو فورم په همدې ورځ د چين په پلازمينې بېجينګ کې تر سره شو.