چین اعلان وکړ چې تایوان ته د امریکا د کانګرس د استازو خونې د رییسې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې امریکا سره د پوځي قوماندانانو په کچه او د اقلیم د بدلون د خبرو په ګډون په یو لړ برخو کې خبرې اترې دروي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له واشنګټن سره د پولې هاخوا د جرمونو او د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري او د اقلیم د بدلون په اړه خبرې هم ځنډوي په هغه برخه کې چې امریکایي چارواکي د همکارۍ فرصت ویني. تایوان ته د پلوسي له سفر مخکې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ ویلي و چې نانسي پلوسي باید تایوان ته سفر ونه کړي.






































