په غزه کې د اسراییلو او اسلامي جهاد غورځنګ ترمنځ اوربند شوی دی. رسنۍ وايي چې په دغه سیمه کې تر څو ورځنۍ جګړې او بریدونو وروسته د مصر په منځګړیتوب اوربند شوی دی. د اسراییلو لومړي وزیر هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې نظامي موخې تر لاسه شوې دي او دمګړی اوربند شوی دی او جګړه درېدلې ده.
د اسلامي جهاد غورځنګ بیا وایي چې که د اسراییلو تېری دوام وکړي نو اوربند به مات کړي. په تېرو دوو ورځو کې د اسراییلو په بریدونو کې شاوخوا ۳۴ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.






































