چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

چينايان بايد د خپلو چارو پرېکړه وکړي

اگست 11, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر او د دې شورا مطبوعاتي ادارې د اګست په لسمه نېټه ((د تايوان مسئله او په نوې زمانه کې د چين د يووالي چارې)) په عنوان سپين کتاب خپور کړی او پکې يې يو ځل بيا پر دې ټينګار کړی، چې تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده.

په دغه سپين کتاب کې د ملي يووالي په پار د چين کمونېست ګوند او خلکو ټينګ هوډ او اراده څرګنده شوه او په نوې زمانه کې د ملي يووالي د پرمخبېولو په اړه د چين د کمونېست ګوند او حکومت دريځ او اقدامات بيان شوي دي.

همدارنګه دغه کتاب هغه پيغام خپور کړی، چې د تايوان مسئله د چين کورنۍ مسئله ده او د دغه هېواد له مهمو ګټو او د چينايانو له ملي احساساتو سره تړاو لري، او هېڅ بهرنی لوری بايد پکې لاسوهنه ونه کړي.

په داسې حال کې، چې د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پېلوسي څه موده مخکې تايوان ته سفر وکړ، چې له امله يې د دې سيمې وضعيت ترینګلی شو او د چين او امریکا ترمنځ شخړه لاشديده شوې ده، چين د ياد سپين کتاب په خپرولو سره نړيوالې ټولنې ته د تايوان مسئلې په اړه هراړخيز معلومات ورکړي او د ((يو هېواد او دوه نظامونه )) پاليسۍ په رڼا کې يې د سوله‌ ييز واحد چين نقشه بيان کړې ده. د دغه سپين کتاب خپرول نه يوازې تايوان ته د پېلوسي د سفر په غبرګون کې د چين قوي ځوابي اقدام دی ، بلکې د تايوان مسئلې د هوارولو په موخه د چين عمومي کړنلاره ترې ښکاره شوې او  د اسيا او ارام سمندر سيمې او نړۍ سمسورتيا او ثبات ته يې مثبته انرژي ورکړې ده.

د يو چين پېژندنې اصل څه ډول اصل دی؟ دغې پوښتنې ته يوازينی ځواب دا دی : په نړۍ کې يوازې یو چين شته، تايوان د چين نه جلاکېدونکې برخه ده او د چين ولسي جمهوریت په نړۍ کې د چين په استازيتوب يوازينی قانوني حکومت دی. دغه اصل له نورو هېوادونو سره د چین د اړيکو سياسي بنسټ او په ډېرو نړيوالو سندونو کې پېژندل شوی دی. د ۱۹۴۳م کال د قاهرې په اعلاميې او د ۱۹۴۵م کال د پوتسدام په اعلاميې کې په څرګنده توګه تسجیل شوی چې چين د تايوان ملي حاکميت لري.
په ۱۹۷۱م کال کې د ملګرو ملتونو په ۲۶مه اسامبله کې تصويب شوی ۲۷۵۸م پرېکړه ليک هم د يو چين پېژندنې اصل بیان کړی دی. له هغه وروسته، چې پېلوسي تايوان ته سفر وکړ، ۱۷۰ هېوادونو او ډېرو نړيوالو سازمانونو له چين ملاتړ او د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار څرګند کړی دی.

د تايوان مسئله د چين د کورنۍ جګړې له امله رامنځته شوې او تراوسه نه ده هواره شوې او تر ټولو لوی لامل يې د امريکا مداخله ده. که څه هم امريکا له چين سره په دريو ګډو اعلاميو کې د يو چين پېژندنې اصل منلی، خو په عمل کې يې دغه اصل نه دی رعايت کړی. امریکا له چين سره د سياسي اړیکو له جوړېدو وروسته له تايوان سره د اړيکو قانون نافذ کړی او تایوان ته يې شپږ ژمنلیکونه ورکړي او غوښتي يې چې له دې لارې د تايوان له بېلتونپالو سره د غیر قانوني اړيکو لپاره پلمه پيدا کړي او د چين پر وړاندې لمسون کوونکې کړنې ترسره کړي.

په دې وروستيو کلونو کې امریکا د يو چين پېژندنې اصل د نقض په موخه ښکاره اقدامات کړي دي، څو د یو چين د شتون پروړاندې خنډونه جوړ کړي. د بېلګې په توګه پر تايوان يې وسلې پلورلې، په نړيوالو مواردو کې يې د تايوان تمثيل ته زمينه برابره کړې او پېلوسي ته يې، تايوان ته د سفر اجازه ورکړې ده.
ويل کېږي چې امريکا د تايوان تنګي د سولې او ټیکاو تر ټولو لوی ورانکاری لامل دی.

د چين کمونېست ګوند د دغه هېواد د واکمن ګوند په توګه تل د تايوان د مسئلې هوارول او د هېواد واحدول خپلې مهمې دندې ګڼي. په ياد سپين کتاب کې د نوي چين له جوړېدو راهيسې د هېواد د واحدولو په موخه د چين د کمونېست ګوند لويې هڅې ثبت شوې دي. د بېلګې په توګه  د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر کې د دغه ګوند نولسم ملي کانګريس د ((يو هېواد او دوه نظامونه)) پر پاليسۍ د ټينګار او د هېواد د واحدولو اساسي کړنلاره وټاکله. د دغه ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پینګ د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ کې د تايوان وطنوالو ته د پيغام د خپرېدو د ۴۰مې کليزې يادغونډې ته مهمه وينا وکړه، چې په نوې زمانه کې يې د تايوان تنګي د دواړو غاړو د اړیکو د سوله‌ ييز پرمختګ او د هېواد د سوله‌ يیز واحد بهیر لپاره يې سمه لاره ښودلې ده.

((د تايوان مسئله او د نوې زمانې د چين د یووالي چارې)) سپين کتاب په لومړي ځل د ((يو هېواد او دوه نظامونه)) پاليسۍ په رڼا کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو د سوله ‌ييز واحد نقشه پنځولې، چې له مخې به يې تايوان د پرمختګ لاپراخې فضا ته لاسرسی ولري، د اوسېدونکو حقه حقونه به يې په لاښه توګه تضمين شي، د چيني ملت سمسور پرمختګ ته به زیاتې زمينې برابرې شي او د اسيا او ارام سمندر سيمې او نړیوالې ټولنې سوله او پرمختګ به په لاښه توګه وساتل شي.

د چينايانو په چارو کې باید د چينايانو لخوا پرېکړه وشي. يو میليارد او څلور سوه ميليونه چينايان غواړي، چې د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د واحد سوله ‌ييز هېواد لپاره پراخه فضا جوړه کړي او د تايوان بېلتونپالو ته هېڅ فضا نه ورکوي. چینايان د خپل هېواد د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره ټینګه اراده، هوډ او پياوړی توان، همدارنګه پوهه، بصيرت او جرئت لري. هغه کسان چې د امریکا پر مټ له چین څخه د تایوان جلا کول او له تايوان څخه په کار اخيستنې د چين مخه نيول غواړي، بايد ياد سپين کتاب په دقت ولولي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In