د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې پر یوه ملکي موټر د ماين چاودنه شوې چې په کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د هلمند والي وياند عمر ځواک وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي خلکو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده. هغه وايي چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او د ېوې نجلۍ په ګډون دوه ماشومان ټپيان دي. ځواک زياته کړه چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري خښ شوی و. دغه راز په مرکز لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکو وويل چې له يادې پېښې دوى ته دوه ټپيان انتقال شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.