وروستيو کې هند ته تللي افغان هندوان وايي چې ډير ژر به بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. هندي رسنيو وړمه ورځ راپور ورکړ چې ۵۵ افغان سېکهان او هندوان په يوه ځانګړې الوتنه کې د کابل له هوايي ډګره نوي ډيلي ته تللي دي. راپورونو کې ويل شوي وو چې ياد هندوان او سېکهان افغانستان کې د ناامنۍ له کبله هند ته تللي خو تللي هندوان او سېکهان بيا وايي چې هند ته مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره تللي او د مراسمو تر پای ته رسېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستنيږي. هند ته د تللو افغان هندوانو او سکهانو يوه استازي سوبير سېنګه خالصه ويلي چې د ۴۱ ورځو لپاره د هند په ټولو درمسالونو ګرځي او وروسته بېرته افغانستان ته ستنيږي. افغانستان کې پاتې هندوانو او سېکهانو هم ويلي چې افغان هندوان او سېکهان مذهبي مراسمو کې د ګډون په نيت هند ته تللي او ښايي لویه برخه يې بېرته را ستانه شي. افغانستان کې پاتې هندوانو هم ويلي چې د پاکستان ويزو ته په تمه دي او ښايي يوه بله لس کسيزه ډله يې د بابه نانک مراسمو کې د ګډون لپاره هلته ولاړه شي.































