له افغانستان څخه د نیمایي امریکايي سرتېرو د وتلو له راپورونو سره سره د امریکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ ويلي، په دغه هېواد کې به د سرتېرو ماموریت د پلان پر اساس دوام ومومي.
سټارز او سټرېپس خپرونې ویلي، نوموړي دغه څرګندونې د نوي میلادي کال د راتلو په مناسبت په کابل کې له سلګونو امریکايي سرتېرو سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
هغه ویلي: «مختلفې مختلفې اوازې شاوخوا خپرېږي، ستاسو نننی ماموریت هغه ماموریت دی چې تاسو پرون لاره».
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د ټرمپ ادارې، دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستان څخه د ۷ زرو امریکايي سرتېرو د ایستلو پلان ترتیب کړي.
خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا دفاع وزارت امر لا دوی ته نه دی رسېدلی.
ډانفورډ وویل، که چېري یې د بدلون په اړه څه تر لاسه کړل، د پوځ له مشرانو سره به یې شریک کړي.
نوموړي زیاته کړه: «که چېرې له دې څخه سربېره یو څه موجود وي چې تاسو ته یې ووایو، یقیناً چې زه به یې تاسو ته ووایم. جنرال مېلر په دې پوهېږي چې په مناسب وخت کې ممکن کوم بدلون رامنځته شي.»
له افغانستان څخه د نیمايي امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د خپرو شوو راپورونو په غبرګون کې د افغانستان جمهوري ریاست وویل، چې د امریکايي سرتېرو وتل به پر امنیتي وضعیت اغېز ونه کړي.
د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ١۴زره امریکایي سرتېري په افغانستان پر خپل ماموریت بوخت دي چې عمده برخه یې د افغان ځواکونو روزل دي.
په افغانستان کې د امریکا په ١٧کلنه جګړه کې چې د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، څه د پاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.