په افغانستان کې د امنيتي کمپنيو پخوانيو کارکوونکو ته ويل شوي چې تيار اوسي، څو ژر بېرته خپل کار پیل کړي.
په افغانستان کې ډېرې امنيتي کمپنۍ فعالې وې چې څو کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا لغوه شوې او ځای يې رسمي امنيتي ځواکونو ونیو.
اوس چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو بحث کېږي، ورسره سم د افغان جګړې د خصوصي کولو خبرې هم کېږي. د لغوه شوو کمپنيو پخوانيو کارکوونکو ته يې د مشرانو له خوا ويل شوي چې تيار اوسي، څو ژر بېرته خپل کار پيل کړي.
د محمدشاه په نوم د يوې امنيتي کمپنۍ پخواني کارکوونکي چې د هغه په غوښتنه د کمپنۍ نوم نه اخلو، مسير ورځپاڼې ته وويل چې د کمپنۍ له خوا ورسره اړيکه نيول شوې او ورته ويل شوي چې ژر به بيا دنده پيل کړې. نوموړی وايي: «کلونه وشول چې کمپنۍ مو لغوه شوې ده، زه اوس په بل کار بوخت يم، خو يوه اونۍ وړاندې راسره اړيکه ونيول شوه او راته وويل شول چې کمپنۍ بېرته فعالېږي».
د لغوه شوو امنيتي کمپنيو ځينو نورو پخوانيو کارکوونکو هم مسير ته دا خبره تاييد کړې ده.
د مسير معلومات ښيي چې ځينو افغان سياستوالو له پخوا د بلک واټر له بنسټګر اېرېک پرېنس سره اړيکې لرلې او ځينو ورسره تازه په دوبۍ کې کتلي هم دي. ويل کېږي چې د بلک واټر بنسټګر، دوی ته ډاډ ورکړی چې که د افغانستان جګړه خصوصي شي او دوی ته وسپارل شي، نو ځينې قراردادونه به دوی ته هم ورکړل شي او په دوی پورې تړلې کمپنۍ به هم پکې فعالې وي.
د مسير معلومات ښيي، دغه کمپنۍ چې خپلو پخوانيو کارکوونکو ته يې د کار د بيا پيل په اړه ويلي، د همدغو سياستوالو دي چې د بلک واټر له بنسټګر سره يې کتلي دي.
لا معلومه نه ده چې افغان جګړه به خصوصي کمپنيو ته سپارل کېږي او که نه، خو اېرېک پرېنس او ملګري يې په امريکا کې د دغه کار لپاره پراخه لابي کوي او ويل کېږي چې له ټرمپ سره نږدې اړيکې هم لري.
د بلک واټر بنسټګر له افغان سياستوالو سره هم له نږدې اړيکې لري او ډېر کله ورسره ګوري هم. ځينو دغو سياستوالو تاييد کړې چې له اېرېک پرېنس سره يې کتلي دي.