د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ٦٠ ميليونو افغانیو په لګښت د جامع جومات د جوړېدو چارې پيل شوې چې پر يو وخت به زرګونه کسان پکې لمونځ کولاى شي.
د دغه ولایت والي الیاس وحدت وايي، جومات به د ولسمشر غني له ژمنې سره سم د يو کال په موده کې جوړ شي. جومات ته څېرمه د فاتحې اخيستنې يو لوى صالون هم جوړېږي چې ٤٠ متره اوږدوالى او ٣٠ متره سور لري.
وحدت زياتوي: «دغه جومات عمومي سړک ته نږدې موقعيت لري چې د ښرنې سربېره به د يوشمېر ولسواليو اوسېدونکي هم پکې لمونځ کوي».
د مرکز ښرنې قومي مشر حاجي عبدالحی وايي، د جومات لپاره ۵۰ جریبه ځمکه د خلکو له لوري وقف شوې ده.
هغه زیاتوي: «ښرنه کې جوماتونه کم دي، د اختر په لمونځونو کې خلک نه ځايېدل، دا ډېر ښه کار شو چې دومره لوى جومات جوړېږي».