ښايي راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې و ځنډېږي. د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې د نوملیکنې په پروسه کې ځنډ او ځینې نورې ستونزې به دغه کمیسیون اړ کړي چې راتلونکې ټاکنې و ځنډوي. د ټاکنو کمیسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، دوی پر یوه نوې طرحه کار کوي او دغه طرحه به روانه اونۍ اعلان کړي. دده په خبره ښايي په دې طرحه کې یوه خبره د ټاکنو د ځنډولو په اړه وي. تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکي کال د حمل ۳۱مه د ولسمشریزو ټاکنو ورځ ټاکلې ده خو دا چې نوې نېټه به کومه وي په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي. ابراهیمي همدا راز وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې موده هم غځول کېږي. دده په وینا تر اوسه پورې تر څلوېښتو ډېرو کسانو د ټاکنو له کمیسیون د نوماندۍ معلوماتي بستې وړې دي خو یوه هم بېرته نه دي ورته سپارلې او په رسمي توګه یې ځان نه دی نوماند کړی.