د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، له سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ هوکړه کړې ده. سرګې لاوروف دا څرګندونې پرون په مسکو کې له ترکي چارواکو سره تر کتنې وروسته کړې دي. لاوروف خبریالانو ته وویل، دې ته په پام چې له سوریې امریکایي ځواکونه وځي سیمې ته به امن راځي او دا هېواد به نور د ګډوډیو او نارامیو شاهد نه وي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم وویل چې د انقرې او مسکو ګډه موخه دا ده چې سوریه له ټولو ترهګرو ډلو پاکه کړي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په سوریه کې داعش ځپل شوی او ټول دوه زره امریکایي سرتېري به وباسي.