د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکايي حکومت د جزوي بندوالي د غځولو حالت ته چمتووالی نیسي، چې ښايي څو کلونه حکومتي بنسټونه بند شي. دا درېیمه اونۍ ده چې د امریکا د حکومت ځینې بنسټونه بند دي. ټرمپ له دیموکراتو مشرانو سره ناسته کې ویلي، که کانګرس موافقه وکړي او له مکسیکو سره پر پوله د دېوال چارې پیل شي، ښايي بېړنی حالت اعلان شي. نوموړي ټینګار کړی چې د دغه دېوال له تمویل پرته به هېڅ ډول قانوني مسوده لاسلیک نه کړي. ددغه دېوال له جوړېدو سره دیموکراتان ټینګ مخالفت لري. د تېر کال ډیسمبر له ۲۲ مې راهیسې د امریکا د فډرالي ادارې شاوخوا ۸۰۰ زره کارکوونکو تنخاوې نه دي اخیستې. امریکايي استازي هڅه کوي ټرمپ قانع کړي چې تړلي حکومتي بنسټونه پرانیزي او د خلکو تنخواې پرې کړي. خو ټرمپ ددغه تړل کېدو ددوام خبرداری ورکړی دی.