د امریکا د هاوايي ایالت په ماوي ځنګل کې د اور لګیدو له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۶۷ ته پورته شو. د پلټونکو ټیم پرون، هغه مهال دا ارقام اعلام کړل چې د لاهینا په کنډوالو کې يې پلټنه کوله. د هاوايي چارواکو ویلي، هڅه کوي معلومه کړي چې په دې سیمه کې اور څنګه په چټکۍ خپور شو. دا اور لګېدنه د هاوایی په تاریخ کې ترټولو مرګونی طبیعي ناورین ګڼل کېږي. له دې وړاندې په دې سیمه کې تر ټولو بده پېښه د ۱۹۶۰ م کال د څونامي وه چې له کبله یې ۶۱ تنه مړه شوی وو.