بنګله دېشي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې سخت بارانونو، سیلابونو راوتلو او د ځمکې ښویېدو له امله په تېرو دوو اونيو کې ۵۵ کسان مړه شوي دي. چارواکو ویلي، چې د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې سیلابونو او ځمکې ښویېدنې ۲۱ تنه په کاکس بازار، ۱۹ تنه په چټاګونګ، ۱۰ په بندربان او پنځه تنه په رانګمتي کې مړه کړي دي. د چارواکو په وینا سختو بارانونو یوازې په کاکس بازار کې په ۶۰۰ زره خلکو ناوړه اغیز کړی، چیرې چې د روهینګیا د کډوالو درې لوی کمپونه په کې موقعیت لري. د بنګله دیش د هوا پېژندنې ادارې رییس ویلي، هېواد یې له ډېرو سختو بارانونو سره مخ دی چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.