د امریکا د هاوايي ایالت په تاریخي ښارګوټي ماوي کې د ځنګله د اورلګېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۸۹ ته زیات شوی دی. چارواکو ویلي چې لا هم په نورو کسانو پسې د پلټنې عملیات روان دي. دا په یوه پېړۍ کې د امریکا په ځنګلونو کې د اورلګېدنې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده. د هاوايي والي جاش ګرین ویلي چې د دې اورلګېدنې له کبله چې تېره جمعه پیل شوې، لږ تر لږه ۲۲۰۰ ودانۍ یا زیانمنې شوي یا هم نړېدلي، چې ۸۶ سلنه یې د استوګنې ودانۍ وې. ویل شوي دغه اور د ۶ ملیارد ډالرو په ارزښت زیانونه اړولي دي. د ماوي جزیرې په دوو برخو کې لا هم اورونه بل دي.