د ايران د مرکزي بانک رییس محمد رضا فرزين ويلي، چې په جنوبي کوريا کې د ايران د ۶ ميليارډه ډالرو په ارزښت کنګل شوې شتمني يې خوشې شوې ده. ايران او امريکا څه موده مخکې د زندانيانو په تبادلې هوکړه کړې وه، چې د ايران د کنګل شتمنۍ د خوشې کولو په ګډون ځيني نور محتويات هم پکې شامل دي. فرزين ويلي، چې د ايران دغه شتمني به د درېيم هېواد(قطر) د بانک له لارې پر يورو تبادله او په قطر کې به د ايران شپږو بانکونو ته وسپارل شي او د هغو توکو په اخيستلو کې به ولګول شي، چې د لوېديځ د بنديزونو په لېست کې شامل نه دي.